مقامی ۱ جون ۲۰۲۶

د میزئی اډې پر احتجاجي پرلت د کامیابو مذاکراتو وروسته ختم، لویه لاره د ترافیکو لپاره خلاصه شوه

قلعه عبدالله (نوې ژوند ویب نیوز)د میزئی اډې په سیمه کې روان احتجاجي پرلت د عوامي نیشنل ګوند د مشرانو او لوړپوړو انتظامي چارواکو سره د کامیابو مذاکراتو وروسته ختم اعلان شو، چې له امله یې ملي لویه لاره د هر ډول ترافیکو لپاره بېرته خلاصه شوه.د معلوماتو له مخې د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر او پارلماني لیډر انجنیر زمری خان اچکزئی، د کوټه ډویژن کمشنر شاه زیب خان کاکړ، د ګوند مرکزي سینیر نائب صدر داد خان اچکزئی، ایډیشنل ډپټي کمشنر قلعه عبدالله ذیشان خان پانیزئي، ډي پي او اطهر رشید او اسسټنټ کمشنر سردار عبدالله خان د پرلت ځای ته ورغلل او د مشرانو سره یې مفصل مذاکرات وکړل.په مذاکراتو کې چارواکو د پرلت د ګډونوالو ټولې جائزې غوښتنې د ژر پوره کولو ډاډ ورکړ، چې وروسته مظاهره کوونکو احتجاج ختم کړ.د پرلت له ختمېدو وروسته لویه لاره بېرته پرانستل شوه، چې له امله یې ترافیک بحال شو او مسافرانو د اسانتیا احساس وکړ.بلخوا د وژل شوو کسانو مړي د قانوني او طبي کارونو لپاره کوئټې ته ولېږدول شول، او انتظامیه په سیمه کې د امن لپاره سخت امنیتي تدابیر نیولي دي.