تازه خبرونه ۱ جون ۲۰۲۶

ټرمپ د ایران له لوري د اوربند پیغامونو ځنډول به کومه ستونزه رامنځته نه کړي

کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې د ایران له لوري د اوربند اړوند پیغامونو د تبادلې ځنډول به امریکا ته کومه ستونزه جوړه نه کړي. نوموړي له یوې امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې ایران تر اوسه امریکا په رسمي ډول له دې پرېکړې نه دی خبر کړی، خو دا معنا نه لري چې امریکا به بیا پر ایران پراخ پوځي بریدونه پیل کړي. ټرمپ زیاته کړه چې امریکا به خپله بحري محاصره روانه ساتي او د هغه وخت انتظار به کوي چې ایران د امریکا د شرایطو له مخې هوکړې ته چمتو شي. بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې د امریکا او اسرائیل کړنې، د دریځونو بدلون او د باور نشتوالی د ډیپلوماټیک بهیر د ځنډ لامل شوي او ایران به د خپلې ملي امنیت د دفاع لپاره اړین اقدامات ترسره کړي۔