خاران (نوی ژوند)په خاران کې د ریډ زون سره نږدې د چاودنو له راپورونو وروسته په ټول ښار کې سخت ویره او ګډوډي رامنځته شوې ده. د ځايي سرچینو له مخې، د چاودنو وروسته له بېلابېلو سیمو څخه د ډزو آوازونه هم اورېدل شوي، چې له امله یې خلک په کورونو کې بند پاتې شوي او په ښار کې د اضطراب فضا خپره شوې ده.
د امنیتي سرچینو په وینا، د پېښې په اړه لومړني معلومات راټولیږي او امنیتي ادارو سیمه په کنټرول کې راوستلو لپاره عملیات پیل کړي دي. د نورو جزییاتو په اړه انتظار روان دی.
