کوټه (نوي ژوند نيوز) د جمعيت علماء اسلام مرکزي جوائنټ سېکرټري او د بلوچستان اسمبلۍ پخواني سپيکر ملک سکندر خان اېډوکېټ ويلي چې د جون په څلورمه نېټه په پښين کې د ديني مدرسو د تحفظ او د بلوچستان د حقونو په اړه جوړېدونکې ستره غونډه به د بلوچستان په تاريخ کې تر ټولو لويه غونډه ثابته شي، چې پکې به د جمعيت مشر مولانا فضل الرحمن د ګرانۍ، د پټروليم توکو د بيو زياتوالي او د هېواد د حالاتو په تړاو مهم اعلان وکړي. نوموړي وويل دغه غونډه به يوازې د مدرسو د تحفظ لپاره نه، بلکې د بلوچستان د ولسي ستونزو، د ځوانانو د روزګار، امن او د محرومۍ د احساس د ختمولو لپاره هم يو مهم غږ وي او د صوبې له بېلابېلو سيمو څخه به علما، سياسي او قبایلي مشران او زرګونه کسان ګډون وکړي۔
