کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) د خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې واشنګټن له ایران سره خبرې اترې کوي او امکان شته چې ایران د خپل جوهري پروګرام په ځینو هغو برخو کې موافقه وکړي چې مخکې یې ردولې. هغه زیاته کړه چې د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات د دې ضمانت نه دی چې معاهده به حتمي وشي، خو د خبرو یو مهم شرط دا دی چې ایران د هرمز تنګي د پرانیستلو اعلان وکړي. د هغه په وینا ایران ته باید روښانه پیغام ورکړل شي چې د بندیزونو نرمښت به له شرطونو سره تړلی وي او ایران باید د زیات غني شوي یورانیم د له منځه وړلو ژمنه هم وکړي. د امریکایي وزیر په وینا داسې نښې شته چې د ایران سپریم لیډر هم د مذاکراتو په بهیر کې خپلې اړیکې زیاتې کړې دي.
