مقامی ۱۸ جون ۲۰۲۶

افغان قومي موومنټ د ګرېنډ الائنس پر غړو د تشدد او نیونو غندنه وکړه

کوټه: افغان قومي موومنټ (اې کیو ایم) په خپل یوه مطبوعاتي بیان کې د بلوچستان ګرېنډ الائنس د مشرانو او ګډونوالو پر ضد د پولیسو د لاټي چارج او نیونو غندنه کړې ده. د ګوند په وینا د سرکاري ملازمینو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره روان احتجاجي تحریک جائز دی او حکومت باید د فشار او ځنډ پر ځای د هغوی غوښتنې ومني. اې کیو ایم ادعا کړې چې د نوټیفکیشن په جاري کولو کې ځنډ د حکومت ناکامي ښيي او له اړوندو ادارو یې غوښتي چې د مذاکراتو له لارې د ملازمینو ستونزې حل او بې باوري پای ته ورسوي.