کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان د مالیې وزیر شعیب نوشیرواني د نوي مالي کال د بجټ پر مهال وویل چې د امن او امان ټینګښت او د خلکو ساتنه د حکومت لومړیتوب دی، چې له مخې یې د پولیسو او امنيتي ادارو لپاره ۸۷.۲ اربه روپۍ غیر پرمختیایي فنډ، ۲۴۳ میلیونه روپۍ پرمختیایي بودیجه او نور اضافي فنډونه ځانګړي شوي دي. هغه وویل چې د ای کورټونو، عصري ټیکنالوجۍ، پولیسو د تجهیز او روزنې، نویو پولیس سټیشنونو او پوستو جوړولو او د بلوچستان کانسټیبلرۍ د عصري کولو لپاره هم اقدامات روان دي. د راتلونکي مالي کال په ترڅ کې به په شپږو ضلعو کې د دفترونو او استوګنې ودانیو د جوړولو لپاره یو ارب روپۍ ځانګړې شي، او د پولیسو شهیدانو د کورنیو لپاره د مالي مرستې او د ماشومانو د زده کړو فنډ هم منظور شوی دی.
