مقامی ۱۸ جون ۲۰۲۶

د روان مالي کال پرمختیایي لګښتونو اټکل ۲۸۷ اربه روپیو ته لوړ شوی، د مالیې وزیر

کوټه: د بلوچستان د مالیې وزیر شعیب نوشیرواني د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال د بجټ وړاندې کولو پر مهال وویل چې د روان مالي کال ۲۰۲۵-۲۶ لپاره د پرمختیایي لګښتونو لومړنی اټکل ۲۴۹ اربه روپۍ و، خو د نظرثانۍ وروسته دا اندازه ۲۸۷ اربه روپیو ته لوړه شوې ده. هغه وویل چې په روان کال کې د صوبې ټول عواید ۸۸۶ اربه روپۍ وو، چې پکې د صوبې خپل عواید ۸۲ اربه روپۍ شاملې دي، او د سرکاري محکمو لپاره ۶۱۴۶ نوې مستقلې او کنټریکټ اسامۍ هم رامنځته شوې چې په ډېرو ادارو کې پرې د میرټ له مخې ګمارنې ترسره شوې دي.