کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان د مالیې وزیر شعیب نوشیرواني وویل چې د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال په بجټ کې د مواصلاتو او تعمیراتو څانګې د پراختیا لپاره ۲۷ اربه روپۍ پرمختیایي او ۲۰ اربه روپۍ غیر پرمختیایي بودیجه ځانګړې شوې ده. د پاک افغان پولې بادیني سیمه کې د عصري بارډر ټرمینل د جوړولو لپاره ۴.۵ اربه روپۍ هم ټاکل شوې دي. د بجټ له مخې په بېلابېلو ضلعو کې د سړکونو د جوړولو او بیارغونې پروژې شاملې دي، چې پکې د قلعه سیف الله، ژوب، جھل مګسي، ډېره بګټي، کوهلو او کیچ ضلعو مهمې سړکيزې پروژې هم شاملې دي، ترڅنګ یې د وفاقي مرستو لاندې د فلای اوورونو او سړکونو د پراختیا چارې هم روانې دي.
