کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان د مالیې وزیر شعیب نوشیرواني د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال د بجټ وړاندې کولو پر مهال وویل چې د ځايي ادارو د پیاوړتیا او د ولسي خدمتونو د ښه کولو لپاره د لوکل ګورنمنټ څانګې ته ۳۶.۹ اربه روپۍ ګرانټ ځانګړې شوې، چې پکې ۳۵ اربه روپۍ د لوکل کونسلونو لپاره دي. نوموړي وویل چې په بلدیاتي او خپلواکو ادارو کې به سیپ سیستم نافذ شي، چې له امله به پخوانی لاسي نظام کمپیوټرایز شي او د کارکوونکو تنخواګانې او پنشنونه به په مستقیم ډول ورکول کېږي. همدارنګه د یونین کونسل دفترونو د جوړولو لپاره ۱.۵ اربه روپۍ او د کوټه میټروپولیټن کارپوریشن لپاره د لوړ پوړو ودانیو د اور وژنې ځانګړي فائر ټینډر د پېرلو لپاره ۹۰۰ میلیونه روپۍ ځانګړې شوې دي.
