کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان د مالیې وزیر شعیب نوشیرواني د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال د بجټ وړاندې کولو پر مهال وویل چې د اقلیتونو د حقونو ساتنه، د هغوی د عبادت ځایونو پالنه او د مذهبي ګرځندوی وده د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي. د بجټ له مخې د اقلیتي چارو څانګې لپاره ۶۶۳ میلیونه روپۍ پرمختیایي او ۱.۵۷ اربه روپۍ غیر پرمختیایي بودیجه ځانګړې شوې، سربېره پر دې د لسبیلې تاریخي هینګلاج مندر د پراختیا او زیارت کوونکو ته د عصري اسانتیاوو د برابرولو لپاره یو ارب روپۍ ځانګړې شوې او د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې د مندرونو د بیارغونې او پراختیا لپاره هم له ۳۰۰ میلیونو روپیو څخه زیات فنډ ټاکل شوی دی.
