سبۍ (ویب نیوز) د بلوچستان د وزیر اعلی او چیف سیکرټري د ځانګړو لارښوونو له مخې د ضلعي انتظامیې سبۍ او سایبان ویلفیئر ټرسټ په ګډه د سختې ګرمۍ او هیټ ویو د خطرونو پر مهال د خلکو او مسافرو د اسانتیا لپاره بند واټر چلرونه ترمیم او بیا فعال کړل. د دغو واټر چلرونو پرانیسته ډپټي کمشنر میجر (ر) الیاس کبزئي وکړه او وویل چې د پاکو او یخو اوبو برابرول د انتظامیې لومړیتوب دی. د ښار په بېلابېلو ځایونو کې فعال شوي واټر چلرونه به شپه او ورځ سلګونه ښاریان، مزدوران او مسافر له دې اسانتیا څخه ګټه پورته کوي.
