مقامی ۱۸ جون ۲۰۲۶

نېشنل پارټۍ د سرکاري ملازمینو پر ضد د تشدد او نیونو غندنه وکړه

کوټه (ویب نیوز)نېشنل پارټۍ د ګرېنډ الائنس مشرانو او سرکاري ملازمینو پر ضد د پولیسو د تشدد او نیونو غندنه کړې او دا یې د جمهوري او اساسي حقونو خلاف عمل بللی دی. د ګوند ویاند ویلي چې ملازمین په خپلواکه او قانوني توګه د خپلو تنخواوو، الاونسونو او نورو حقونو لپاره احتجاج کوي، خو د خبرو اترو پر ځای پر هغوی زور کارول کېږي. ګوند له صوبایي حکومت څخه غوښتنه کړې چې نیول شوي ملازمین خوشې کړي او د ستونزو د حل لپاره دې جدي مذاکرات پیل کړي.