مقامی ۱۸ جون ۲۰۲۶

کوټه کې وکیلانو د فیس لیس ټرایل پر ضد په محکمو کې سخت احتجاج وکړ

کوټه (ویب نیوز)په صوبایي دارالحکومت کوټه کې وکیلانو د سیشن کورټ، کچهرۍ او د ترهګرۍ ضد عدالت (اې ټي سي) کې د ججانو مخې ته سخت احتجاجي مظاهره وکړه او د فیس لیس ټرایل قانون یې غیر عادلانه او د آئین او قانون د اساسي اصولو خلاف وباله. مظاهره کوونکو وکیلانو پلې کارډونه پورته کړي وو او د بلوچ یکجهتي کمیټۍ (بي وای سي) د مشرانو پر ضد د روان فیس لیس ټرایل نوټیفکیشن د سمدستي بیرته اخیستو غوښتنه یې وکړه. وکیلانو وویل چې په عدلي بهیر کې شفافیت تر ټولو مهم اصل دی او هېڅ وګړی باید له خپل د دفاع له بنسټیز حق څخه محروم نه شي، ګنې قانوني ټولنه به خپل احتجاج نور هم پراخ کړي.