کابل (وېب نیوز) د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د اوسپنې کان د استخراج لپاره له نظري رحیمي او خان وزیري شرکتونو سره تړون لاسلیک کړی دی، چې له مخې یې تر ۴۳۸ میلیونه افغانیو زیاتې پانګونې ترسره کېږي. د وزارت په وینا دا تړون د ۸۵ مربع کیلومتره ساحې لپاره د ۳۰ کلونو په موده کې دی او ۲۰ سلنه رایلټي شرط هم پکې شامل دی. چارواکي وايي چې دا پروژه به د معدني سرچینو د ښه استفادې، صنعتي پرمختګ او د کار د نویو فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.
