کوټه (وېب نیوز) د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په بغداد کې د خپل عراقي سیال فواد حسین سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، د هرمز تنګی به راتلونکې ۳۰ ورځې په بشپړه توګه د ایران تر څارنې لاندې وي. نوموړي وویل، د امریکا بریدونو د هرمز تنګي د سمندري تګ راتګ د عادي کېدو بهیر له خنډونو سره مخ کړی او د هر بل لوري مداخله به وضعیت نور هم پېچلی کړي. عباس عراقچي زیاته کړه چې روانه جګړه د ټولې سیمې لپاره زیانمنه ده او د سیمې د امنیت او ثبات لپاره باید ټول هېوادونه ګډ کار وکړي. هغه وویل، له لبنان څخه د اسرائیلو وتل او هلته د بریدونو بندېدل له امریکا سره د لنډمهالي هوکړې مهمه برخه ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر ایران د بریدونو د غندلو له امله د عراق له حکومت څخه مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ستراتیژیکو همکاریو د لا پراختیا غوښتنه وکړه. په همدې غونډه کې د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین وویل، عراق او ایران تاریخي، کلتوري او اوږدمهاله اړیکې لري، دواړو لورو د هرمز تنګي د وضعیت په ګډون پر ګڼو سیمهییزو موضوعاتو خبرې وکړې. هغه زیاته کړه، له یوې خوا اوربند او له بلې خوا په هرمز تنګي کې روانې نښتې د اندېښنې وړ دي، د هرمز تنګي تړل کېدو د عراق پر اقتصادي او مالي وضعیت ناوړه اغېز کړی او د ایران او امریکا د جګړې پر مهال عراق هم د ګڼو بریدونو سره مخ شوی دی.
