مقامی ۲۸ جون ۲۰۲۶

ساینس پوهانو د تور سوري د “بې راستنېدلو پولې” ته د رسېدو ادعا وکړه، نوې څېړنې د آینسټاین د نسبیت نظریه لا پیاوړې کړه

کوټه (وېب نیوز) ساینسپوهانو د لومړي ځل لپاره ادعا کړې چې د تور سوري د ایونټ هورایزن یا هغې پولې نښې یې موندلې دي، چې له هغې هاخوا رڼا او هېڅ شی بېرته نه شي راګرځېدای. د نړیوالې علمي مجلې نېچر د راپور له مخې، دا مهم پرمختګ د دوو تورو سوریو د سخت ټکر له امله رامنځته شویو ثقلي څپو د تحلیل په پایله کې ترلاسه شوی دی. څېړنه وایي چې ایونټ هورایزن د تور سوري د “بې راستنېدلو پوله” بلل کېږي، ځکه له دې کرښې د تېرېدو وروسته هېڅ ماده یا رڼا بېرته نه راګرځي، او همدې امله یې مستقیمه څېړنه تل د ساینسپوهانو لپاره ستره ننګونه وه. څېړونکو د دوو تورو سوریو د یوځای کېدو په وروستي پړاو کې رامنځته شوې ځانګړې ثقلي څپې جلا کړې او د ایونټ هورایزن نږدې سیمې په اړه یې مهم معلومات ترلاسه کړل. د کاناډا د پیریمیټر انسټیټیوټ د تیوریکي فزیک مشر څېړونکي ډاکټر سیژینګ ما ویلي، د ثقلي څپو په مرسته اوس د تور سوري د ایونټ هورایزن شاوخوا سیمې مطالعه ممکنه شوې ده. په څېړنه کې د تور سوري د چرخېدو پر مهال د فضا او وخت د تاوېدو بهیر، چې “فریم ډرېګنګ” بلل کېږي، شواهد هم ترلاسه شوي، چې د آینسټاین د عمومي نسبیت نظریې نور هم پخلی کوي. خو د دې څېړنې په اړه د علمي ټولنې غبرګونونه بېلابېل دي؛ ځینو پوهانو دا پایلې مهمې بللې او د نورو خپلواکو څېړنو غوښتنه یې کړې، په داسې حال کې چې ځینو نورو شک څرګند کړی چې ایا د ثبت شویو ثقلي څپو له لارې په رښتیا هم د ایونټ هورایزن ځانګړتیاوې په مستقیم ډول معلومېدلی شي که نه.