مقامی ۲۸ جون ۲۰۲۶

له سردار اختر جان مېنګل سره د اسد قیصر په مشرۍ د پي ټي آی لوړپوړي پلاوي مهمه لیدنه، د هېواد او بلوچستان پر سیاسي وضعیت خبرې وشوې

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان نېشنل ګوند (بي اېن پي) مشر سردار اختر جان مېنګل سره په کوټه کې د هغه په استوګنځي کې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آی) د مخکښ مشر او د قومي اسمبلۍ پخواني سپیکر اسد قیصر په مشرۍ لوړپوړي پلاوي مهمه لیدنه وکړه. په دې موقع د بي اېن پي مرکزي سینیر مرستیال ساجد ترین اېډوکېټ، د اطلاعاتو مرکزي سېکرټر آغا حسن بلوچ او د بشري حقونو مرکزي سېکرټر احمد نواز بلوچ هم حاضر وو. د پي ټي آی په پلاوي کې د خېبرپښتونخوا صوبایي صدر او د قومي اسمبلۍ غړی جنید اکبر، عادل بازی، د بلوچستان صوبایي صدر داد شاه کاکړ، صبغت الله خان، امجد خان، انور تاج، صدیق خان ترین، د بلوچستان صوبایي جنرل سېکرټر میر جهانګیر رند، د کوټې ضلعي صدر زین العابدین خلجي، اېډوکېټ سلام آغا، جان بلوچ، نور خان خلجي او نور مرکزي او سیمه‌ییز مشران شامل وو. په لیدنه کې د سردار اختر جان مېنګل او د پي ټي آی د مشرانو ترمنځ د هېواد پر عمومي سیاسي وضعیت، د بلوچستان پر مهمو سیاسي چارو او د ګډو ګټو پر بېلابېلو موضوعاتو مفصلې خبرې وشوې.