تازه خبرونه ۲۹ جون ۲۰۲۶

ایران د امریکا سره د تړون د عملي کېدو لپاره د هر ډول غونډې راپورونه رد کړل

نړیوال ډیسک: ایران د امریکا سره د شوې هوکړې د عملي کېدو لپاره په راتلونکو څو ورځو کې د هر ډول تخنیکي غونډې د جوړېدو راپورونه رد کړي دي. د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب آبادي دولتي ټلوېزیون ته ویلي، روانه اوونۍ له امریکا سره د کاري ډلو د تخنیکي خبرو هېڅ پلان نشته. د هغه په وینا، د تخنیکي مذاکراتو لومړی پړاو به هغه مهال ترسره شي چې ټولې اړینې شرطونه بشپړ، د نېټې او ځای په اړه هوکړه وشي او د منځګړو هېوادونو له لارې روانې سلامشورې پای ته ورسېږي.