مقامی ۲۹ جون ۲۰۲۶

بلوچستان نېشنل ګوند د سينيټ د مخالفو ډلو له مشر سره د شوي چلند غندنه وکړه

کوټه (وېب نیوز): بلوچستان نېشنل ګوند ويلي چې د سينيټ د مخالفو ډلو له مشر علامه راجه ناصر عباس جعفري سره شوی چلند د قانون او جمهوريت خلاف عمل دی. ګوند غوښتنه کړې چې د پېښې رڼې پلټنې دې وشي، مسؤلين دې قانون ته وسپارل شي او د ولسي استازو قانوني او پارلماني حقونو ته دې بشپړ درناوی وشي.