کوټه (وېب نیوز): د بلوچستان حکومت د کوټې د اوسېدونکې مېرمنې شاهده مختیار د مبینه تشدد پېښې سمدستي نوټس اخیستی او د تورن پر ضد یې مقدمه ثبت کړې ده. د وزیراعلیٰ د سیاسي او رسنیزو چارو سلاکار شاهد رند ویلي، د وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي په لارښوونه پولیسو سره بېړنی تماس ونیول شو او قانوني اقدامات پیل شول. نوموړي وویل چې وزیراعلیٰ د پېښې د شفافو، بې پرې او د قانون له مخې د پلټنو امر کړی او ټینګار یې کړی چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، ځورونه او هر ډول زیاتى د زغم وړ نه دی. هغه زیاته کړه چې اغېزمنې مېرمنې ته به پر وخت انصاف ورکړل شي او د پېښې مسؤل کسان به د قانون له مخې سزا وویني.
