مقامی ۲۹ جون ۲۰۲۶

د هنه اوړک د بريد پر ضد احتجاجي پرلت کې د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د ملاتړ څرګندونه

کوټه (وېب نیوز): د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشرانو د هنه اوړک د وسله وال بريد پر ضد روان احتجاجي پرلت کې ګډون وکړ او له اغېزمنو خلکو سره يې بشپړه خواخوږي څرګنده کړه. مشرانو وويل چې په بلوچستان، په ځانګړي ډول جنوبي پښتونخوا کې امنيتي وضعيت ډېر خراب شوی او حکومت د خلکو د خونديتوب په برخه کې پاتې راغلی دی. دوی غوښتنه وکړه چې د کلي ببري د بريد عاملين دې ژر تر ژره ونيول شي او د سيمې د تلپاتې امن لپاره دې عملي ګامونه پورته شي.