کوټه (وېب نیوز): د عوامي نېشنل ګوند صوبايي جنرل سېکرټر مابت کاکا ويلي چې پاکستان د پنځو وفاقي واحدونو ګډ هېواد دی او د اساسي قانون په جوړښت کې هر ډول غير ضروري بدلون د منلو وړ نه دی. هغه وويل چې د پښتونخوا وېش به هېڅکله ونه مني او د هېواد ستونزې يوازې د اساسي قانون پر بشپړ عملي کېدو او د جمهوريت په پياوړتيا حل کېدای شي. نوموړي له حکومت وغوښتل چې په بلوچستان کې د امنيت د ټينګښت او د خلکو د خونديتوب لپاره جدي اقدامات وکړي.
