مقامی ۲۹ جون ۲۰۲۶

په بلوچستان کې د امن وضعیت ډېر خراب شوی، حکومت د خلکو په ساتنه کې پاتې راغلې ده، حاجي سید عبدالستار شاه چشتي

کوټه (وېب نیوز): د جمعیت علمای اسلام نظرياتي پاکستان د اطلاعاتو مرکزي سکرتر حاجي سید عبدالستار شاه چشتي ویلي، چې په بلوچستان کې د وروستیو وژنو او ناامنۍ پېښو له امله د امن او امان وضعیت ډېر خراب شوی او حکومت د خلکو، سوداګرو او مسافرو د ساتنې په برخه کې پاتې راغلې ده. نوموړي د محمد هاشم نورزي وژنه، په زیارت کې پر تبلیغي جماعت برید، د دشت پېښه او نور امنیتي واقعات وغندل او ویې ویل چې خلک ځانونه خوندي نه احساسوي او حکومت یوازې په اعلامیو بسنه کوي. هغه له حکومت وغوښتل چې د امن د ټینګښت او د خلکو د امنیت لپاره عملي او اغېزمن اقدامات وکړي.