مقامی ۲۹ جون ۲۰۲۶

په شیراني کې د ولسي حقونو لپاره احتجاجي پرلت ۸۸مې ورځې ته داخل شو

شیراني (وېب نیوز): د شیراني ولسوالۍ په میر علي خېل کې د خلکو احتجاجي پرلت ۸۸مې ورځې ته داخل شوی دی. مظاهرچیانو د دولتي دفترونو د فعالولو، د عدالتي پرېکړو د عملي کولو او د ولسي ستونزو د هواري غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې تر غوښتنو منلو پورې به احتجاج دوام ولري.