کویټه (سيد سردار محمد خوندئی)
د زيارت مرستيال کمشنر عبدالقدوس خان اچکزي وويل چې د زيارت ولسوالۍ د سياحتي مرکز جوړول او د امن او امان حالت ښه کول زموږ لومړيتوبونه دي۔
نوموړي دا خبرې په خپل دفتر کې د بلوچستان د ګورنر هاؤس پخواني وياند نذير خان اچکزي سره د ليدنې پر مهال وکړې۔ په دې موقع حاجي قاسم خان اچکزی، د بلوچستان هائي کورټ وکيل نجيب الله کاکړ او محمد علي اچکزی هم حاضر وو۔
د ليدنې په ترڅ کې د زيارت ولسوالۍ د عمومي اداري، امن او امان او پرمختيايي وضعې په اړه تفصيلي خبرې وشوې۔ نذير خان اچکزي د مرستيال کمشنر د کار ستاينه وکړه او ويې ويل چې د هغه په مشرۍ کې په زيارت کې د ولسي هوساينې، روڼتيا او اغېزمن حکومتولۍ نوي معيارونه ټاکل شوي دي۔ ده وويل عبدالقدوس خان اچکزی يو فعال او زيارکښ افسر دی چې د خلکو ستونزې درک کوي او د روڼې، فعالې او ولس دوستې ادارې بېلګه يې وړاندې کړې ده۔
مرستيال کمشنر عبدالقدوس خان اچکزي وويل چې زموږ موخه دا ده چې زيارت د سياحت مرکز وګرځوو او امن او امان ټينګ کړو۔ هغه زياته کړه چې د دولتي مسؤليتونو ترڅنګ به سيمهييزو دودونو او مشرانو ته د درناوي کلتور ته وده ورکړو۔ د ولسوالۍ اداره د يو ټيم په توګه کار کوي چې ګټه يې په مستقيم ډول ولس ته رسېږي۔
د ليدنې په پای کې د زيارت مرستيال کمشنر له خوا د مېلمنو په درناوي کې عالي مېلمستيا هم وشوه۔
