کوټه (وېب نیوز)د بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر سردار اختر جان مېنګل د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې شو، چېرې چې محکمې د هغه ضمانت تائيد کړ. د اورېدنې پر مهال د ګوند مرکزي او صوبايي مشران، وکيلان او ګڼ شمېر کارکوونکي هم محکمې ته حاضر وو او له خپل مشر سره يې يووالی څرګند کړ.
