چمن (سید سردار محمد خوندئی)
د چمن مرستیال کمشنر حبیب احمد بنګلزي په مشرۍ د حکومت ماډل هائیر سیکنډري سکول چمن کښې د نوي سکول یونیفارم د مخ کتنې غونډه ترسره شوه.
د غونډې په پیل کښې د سکول مشر ښوونکي مرستیال کمشنر چمن ته په اداره کښې د روانو تدریسي فعالیتونو، د ښوونکو د کارکردګۍ، د زده کوونکو د حاضري، تعلیمي نظم او د سکول د ټولیز وضعیت په اړه تفصیلي معلومات ورکړل. د یادونې وړ ده چې مرستیال کمشنر چمن څو ورځې وړاندې د سکول د لیدنې پر مهال د پرائمري پورې ماشومانو ته د وردیو ورکولو ځانګړې اعلان کړی وو، او نن د زده کوونکو د هڅونې لپاره په رسمي توګه د نوي یونیفارم غونډه ترسره شوه.
په دې موقع مرستیال کمشنر چمن حبیب احمد بنګلزي او د سکول مشر ښوونکي د نوي سکول یونیفارم د پرانستې غونډې ته په وینا کښې وویل چې د معیاري تعلیم د ودې سره د زده کوونکو په منځ کښې نظم، یووالی، باور او د تعلیمي چاپیریال د ښه والي لپاره یونیفارم مهم رول لوبوي. هغوی وویل چې یو شان یونیفارم نه یوازې د زده کوونکو په منځ کښې مساوات او د مسؤلیت احساس زیاتوي، بلکې د تعلیمي ادارې پیژندنې او وقار ته هم وده ورکوي.
په دې موقع ډي سي چمن حبیب احمد بنګلزي نن د حکومت ماډل هائیر سیکنډري سکول چمن کښې د زده کوونکو نوی جوش، نوی جذب او نوی یونیفارم ډېر وستایه. او د مشر ښوونکي، ښوونکو او زده کوونکو ستاینه یې وکړه.
مرستیال کمشنر په ښوونکو ټینګار وکړ چې خپلې مسلکي ذمه وارۍ دې په لا زیاته محنت، دیانتدارۍ او ژمنتیا سره ترسره کړي، ترڅو زده کوونکو ته د معیاري تعلیم ورکړه یقیني شي. هغوی زده کوونکو ته سپارښتنه وکړه چې د نظم پابندي، د ښوونکو درناوی او د تعلیم ترلاسه کولو ته پوره پام وکړي، ترڅو په راتلونکي کښې د هیواد او قوم لپاره ګټور وګړي شي.
د غونډې په پای کښې مرستیال کمشنر چمن د نوي سکول یونیفارم کتنه وکړه، د سکول د ادارې د هڅو ستاینه یې وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د چمن ولسوالۍ اداره به د تعلیمي ادارو د ښه والي، اسانتیاوو د برابرولو او د معیاري تعلیم د ودې لپاره هر ممکنه مرسته جاري ساتي.
