کوټه (وېب نیوز)د نېشنل ګوند مرکزي مشر او د بلوچستان اسمبلۍ مرستیال پارلماني مشر میر رحمت صالح بلوچ ویلي چې د حکومت او ینګ ډاکټرانو ترمنځ روان اختلاف جدي بحران ته رسېدلی او غریب ناروغان ترې ډېر اغېزمن شوي دي. هغه له حکومت وغوښتل چې ژر تر ژره خبرې پیل کړي او له ینګ ډاکټرانو یې هم غوښتنه وکړه چې د عامو خلکو د ګټې لپاره د ټولو طبي خدمتونو د بایکاټ پرېکړه بیا و ارزوي. نوموړي وویل چې نېشنل ګوند د دواړو خواوو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره چمتو دی.
