لندن (وېب نیوز)د کرکټ د ښځو د شل اوریز نړیوال جام په لومړي نیمه پایلوبه کې اسټرالیا ویسټ انډیز ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه او فاینل ته یې لار پیدا کړه. ویسټ انډیز لومړی بیټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۵ منډې جوړې کړې، چې کپتانې هېلي مېتیوز پکې تر ټولو زیاتې ۳۰ منډې وکړې. د اسټرالیا له لوري سوفي مولینېکس، ایشلي ګارډنر او جورجیا وېرهم هرې یوې دوه، دوه ویکټې واخیستې، او انابیل سدرلېنډ یوه ویکټه ترلاسه کړه. په ځواب کې اسټرالیا د ۱۲۶ منډو هدف یوازې په ۱۳م اوور کې د دوو ویکټو په زیان پوره کړ. بېت موني ناسوځېدلې ۶۱ او ایشلي ګارډنر ناسوځېدلې ۳۵ منډې وکړې. د ویسټ انډیز لپاره شنیل هنري او هېلي مېتیوز یوه، یوه ویکټه واخیسته. د ټورنمنټ دویمه نیمه پایلوبه به د پنجشنبې په ورځ د انګلستان او سویلي افریقا ترمنځ ترسره شي.
