کوټه (وېب نیوز)د کوټې د سرياب سيمې فضايي حريم ته داخل شوی يو مشکوک ډرون تېره شپه د پاکستان هوايي ځواک په چټک اقدام سره په هوا کې وويشت او له منځه يووړ. د چارواکو په وينا، د ډرون پاتې شوني د رېلوې روغتون ته نږدې ولوېدل، خو په پېښه کې د سر او مال د زيان کوم راپور نه دی ورکړل شوی. امنيتي ادارو د سيمې له ارزونې وروسته ويلي چې وضعيت په بشپړ ډول تر کنټرول او امن لاندې دی.
