کوټه (وېب نیوز)پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند پر ډاکټر ماه نور ناصر د تېزاب برید غندلی او د ینګ ډاکټرز ټولنې د روان احتجاج او اعتصاب بشپړ ملاتړ یې اعلان کړی دی. ګوند د ډاکټرانو پر ضد د پولیسو د زور کارولو غندنه کړې او د پېښې د رڼو پلټنو، د مجرمینو د سزا، د طبي کارکوونکو د امنیت او د ډاکټرانو د جائزو غوښتنو د منلو غوښتنه کړې ده.
