کوټه (وېب نیوز)د جمعيت علمای اسلام نظرياتي بلوچستان مشرانو ويلي، سره له دې چې په نړيوال بازار کې د خامو تېلو بيې ښکته شوې، خو حکومت د پټرولو او ډيزلو په نرخونو کې ولس ته هېڅ ريليف نه دی ورکړی. دوی وويل حکومت پر پټروليم توکو درنې ليوۍ لګولي او د ايراني پټرولو لوړو بيو او د پټرولو مافيا د من مانی له امله ولس له سختو ستونزو سره مخ دی. دوی غوښتنه وکړه چې حکومت دې د پټرولو بيې راکمې او خلکو ته دې عملي ريليف ورکړي.
