کوټه (وېب نيوز)د پاکستان تحريک انصاف بلوچستان صوبايي سينئر مرستيال صدر او قبایلي مشر سيد صادق آغا په پښتني سيمو کې د زياتېدونکې ناامنۍ، وژنو، تښتونو، باج اخيستنې، وسله والو نښتو او قبایلي شخړو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې روان امنيتي حالت د حکومت د ناکامۍ ښکاره ثبوت دی. نوموړي وويل چې خلک د وېرې او ناامنۍ په فضا کې ژوند کوي، خو اړوند ادارې د امن ټينګښت او د خلکو د سر او مال د ساتنې په برخه کې پاتې راغلي دي. هغه غوښتنه وکړه چې حکومت دې د قانون واکمني ټينګه کړي، د وسله والو ډلو پر ضد دې بې پرې اقدامات وکړي او د تلپاتې سولې لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي.
