بیجینګ (یو این اې) چینایي ساینسپوهانو داسې نوې ټکنالوژي رامنځته کړې چې د برېښنا له اړتیا پرته یوازې د لمر د وړانګو په مرسته د سمندر مالګینې اوبه د څښاک وړ تازه اوبو ته اړوي. د چین د علومو اکاډمۍ او شینژین پوهنتون څېړونکو ویلي، دغه وسیله تر یوه کال پورې له برېښنا پرته کار کولی شي او د ځانګړي فوټو ترمل موادو په وسیله د لمر له ۹۰ سلنې ډېرې تودوخې څخه ګټه اخلي، چې له امله یې د اوبو د پاکولو لپاره د انرژۍ اړتیا نږدې نیمایي ته راکمه شوې ده. د لومړنیو ازموینو پر مهال له دې ټکنالوژۍ څخه د کرنیزو موخو لپاره هم تازه اوبه ترلاسه شوې او څېړونکو ویلي چې د دې طریقې لګښت د بوتل اوبو له بیې هم کم دی.
