کوئټه (وېب نیوز) د بلوچستان حکومت د تعلیم څانګې له خوا په یوه رسمي اعلامیه کې ویل شوي چې د صوبې په ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو کې زدهکوونکو ته بدني سزا ورکول په بشپړه توګه منع ګرځول شوي دي. په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې که هر ښوونکی یا تعلیمي اداره د دې حکم سرغړونه وکړي، نو پر ضد به یې قانوني او محکمانه اقدام ترسره شي. د تعلیم څانګې ویلي، په ځینو تعلیمي ادارو کې د زدهکوونکو د بدني سزا پېښې راپور شوې دي، له همدې امله د ماشومانو د حقونو د خوندي کولو او د خوندي تعلیمي چاپېریال د رامنځته کولو لپاره دغه بندیز نافذ شوی دی.
