تازه خبرونه ۱۰ جولائی ۲۰۲۶

د پټرولیم محصولاتو بیې لوړې شوې

کوټه (وېب نیوز)د پاکستان حکومت د پټرولیم محصولاتو نوې بیې اعلان کړې دي، چې له مخې یې د پټرولو او ډیزلو په بیو کې زیاتوالی راغلی دی. د پټرولیم ډویژن د خبرپاڼې له مخې، د پټرولو په بیه کې ۱۳ روپۍ او ۱۸ پیسې په هر لیټر زیاتوالی شوی، چې ورسره د پټرولو نوې بیه ۳۱۰ روپۍ او ۷۱ پیسې فی لیټر ټاکل شوې ده. همدارنګه د ډیزلو په بیه کې ۱۳ روپۍ او ۸۰ پیسې فی لیټر زیاتوالی راغلی، چې له مخې یې د ډیزلو نوې بیه ۳۲۳ روپۍ او ۳۰ پیسې فی لیټر ټاکل شوې ده. نوې بیې به د حکومت د اعلان سره سم نافذې شي.