کوټه (نوې ژوند وېب نیوز) د هرمز تنګي پر سر د روان کړکېچ له امله د نړۍ د تېلو بازار سخت اغېزمن شوی او ورسره په پاکستان کې هم د پټرولو او ډیزلو د بیو د لوړېدو امکان زیات شوی دی. راپورونه وايي، حکومت اوس د اوونیزو بیو پر ځای د پټرولیمي توکو د بیو د ورځني ټاکلو پر نوې تګلارې غور کوي. د امریکا او ایران ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ او د هرمز تنګي د احتمالي تړل کېدو له امله د خامو تېلو نړیوالې بیې په چټکۍ لوړې شوې دي، چې امریکايي خام تېل شاوخوا ۸۲ ډالرو او برېنټ خام تېل ۸۴ ډالرو فی بیرل ته رسېدلي دي، په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې دغه بیې ۶۸ او ۷۱ ډالره وې. اقتصادي کارپوهان وایي، پاکستان چې د تېلو پر وارداتو ډېر تکیه لري، د دې بدلون له امله به زیات اغېزمن شي. بل لور ته د پټرولیم وزیر علي پروېز ملک په مشرۍ د اصلاحاتو کمېټې په غونډه کې د پټرولیمي توکو د بیو د ورځني تعین وړاندیز تر بحث لاندې راغلی او ټاکل شوې چې خپلې سپارښتنې به وزیراعظم ته وړاندې کړي. اقتصادي کارپوه سید واصف نقوي ویلي، د هرمز د اوسني وضعیت له امله حکومت ته به هره ورځ د بیو ټاکل اسانه نه وي، ځکه د تبادلې نرخ، لېوي او نور اقتصادي عوامل هم په دې پرېکړه کې مهم رول لري.
