لندن (ويب نيوز) د ايران او امريکا ترمنځ د روان کړکېچ او د هرمز تنګي له لارې د انرژۍ د لېږد د احتمالي خنډونو له امله د نړۍ په بازارونو کې د خامو تېلو بيې پرلهپسې څلورمه ورځ هم لوړې شوې دي. د راپورونو له مخې د برېنټ خام تېل 85.28 ډالرو او د ډبليو ټي آی خام تېل 80.02 ډالرو في بيرل ته رسېدلي دي. اقتصادي شنونکي وايي، که د خليجي هېوادونو د تېلو صادرات نور هم محدود شي، د برېنټ تېلو بيه ښايي له 110 ډالرو في بيرل څخه هم لوړه شي.
