تازه خبرونه ۲۰ جولائی ۲۰۲۶

د بلوچستان بورډ د ۲۰۲۶ انټرميډيټ کلنيو ازموينو پايلې اعلان کړې، د بريا کچه ۸۹ سلنه

کوټه(ویب نیوز): د بلوچستان د انټرميډيټ او ثانوي زده کړو بورډ د ۲۰۲۶ کال د انټرميډيټ کلنيو ازموينو پايلې اعلان کړې. د بورډ د معلوماتو له مخې، په ازموينو کې ۹۹ زره او ۹۴۶ زده‌کوونکو ګډون کړی و، چې له ډلې يې ۸۸ زره او ۹۴۴ بريالي شوي او د بريا عمومي کچه ۸۹ سلنه ثبت شوې ده. د يوولسم ټولګي د ۴۶ زره او ۳۵۶ زده‌کوونکو څخه ۳۹ زره او ۹۰۲ بريالي شوي، او د دولسم ټولګي له ۵۳ زره او ۵۹۰ زده‌کوونکو څخه ۴۹ زره او ۴۲ بريالي شوي دي. د اسلاميه ګرلز کالج کوټې زده‌کوونکې عايشه خان د ۱۰۶۷ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړی، د بي آر سي لورالايي زده‌کوونکي رسد خان د ۱۰۶۴ نمرو سره دويم او د اسلاميه ګرلز کالج زده‌کوونکې سعديه د ۱۰۶۱ نمرو په ترلاسه کولو درېيم مقام ګټلی دی. بورډ ويلي چې د نقل په تور د ۵۴۲ زده‌کوونکو پايلې ځنډول شوې او د ريکاونټنګ ټول بهير تر ۵ اګست ۲۰۲۶ پورې په بشپړه توګه انلاين ترسره کېږي.