کوټه (ویب نیوز): پاکستان او چین د مالدارۍ او حلالې غوښې د صادراتو په برخه کې د همکارۍ د پراخولو هوکړه کړې ده. د قومي غذایي خوندیتوب او څېړنې وفاقي وزیر رانا تنویر حسین په مشرۍ د چینایي پلاوي سره په لوړه کچه غونډه کې د عصري ذبحه خانو، د غوښې د پروسس مرکزونو، د سړې زنځیر (کولډ چین)، د تعقیب نظام او د صادراتي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره په ګډو اقداماتو سلا وشوه. رانا تنویر حسین وویل، پاکستان د مالدارۍ پراخې سرچینې او د لوړ کیفیت حلالې غوښې د تولید وړتیا لري، په داسې حال کې چې چینایي پلاوي د پاکستان د مالدارۍ ظرفیت وستایه او د ټېکنالوژۍ د لېږد، د غوښې د پروسس او صادراتي زیربناوو په برخه کې یې د همکارۍ زیاتولو ته لېوالتیا څرګنده کړه.
