کوټه (سید سردار محمد خوندئی)
د بلوچستان اعلیٰ وزیر میر سرفراز بګټي د جمعیت علماء اسلام صوبائی امیر مولانا عبدالواسع سره لیدنه وکړه، چې پکې د صوبې د امن و امان پر وضعیت، پر ټولیز سیاسي او ټولنیز وضعیت او د متقابلې دلچسپۍ پر نورو چارو تفصیلي خبرې اترې وشوې.
د لیدنې پر مهال اعلیٰ وزیر میر سرفراز بګټي وویل چې په بلوچستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت د حکومت لومړی لومړیتوب دی او د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره د ټولو سیاسي، ټولنیزو او مذهبي مشرانو مثبت رول ډیر مهم دی. هغه وویل چې د ترهګرۍ او د سولې د دښمنو عناصرو پر ضد به ټول قام ته په ګډه ودریدل وي تر څو په بلوچستان کې تلپاتې سوله او ثبات یقیني شي.
اعلیٰ وزیر وویل چې حکومت د خلکو د ځان او مال د ساتنې لپاره ټولې شته سرچینې په کار اچوي او د امن و امان د ښه والي لپاره اغیزمن ګامونه اخیستل کیږي. هغه ددې هوډ څرګند کړ چې په صوبه کې د پرمختګ، سوکالۍ او د قانون د واکمنۍ لپاره به ټول اړوند اړخونه سره یوځای بیایي.
په دې موقع د جمعیت علماء اسلام صوبائی امیر مولانا عبدالواسع د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د بلوچستان د ستونزو حل په متقابله مشوره، سیاسي همغږۍ او قومي یووالي کې نغښتی دی.
په دې موقع صوبائی وزیران او د جمعیت علماء اسلام صوبائی مشران هم موجود وو.
