ليکوال: نور مت خان
مرکزي کورم له داسې اقتصادي ستونزو سره مخ دی چې يوازې پرمختيايي ننګونې نه دي، بلکې د انساني امنيت، تلپاتې سولې او سيمه ييز ثبات لپاره هم ستره ننګونه ګڼل کېږي. سره له دې چې دغه سيمه حاصلخېزه کرنيزه ځمکه، پرېمانه اوبه، معدني زېرمې او له افغانستان سره مهم جغرافيايي موقعيت لري، بيا هم اقتصادي وروسته پاتېوالی پکې ليدل کېږي. د طبيعي سرچينو شتون او د خلکو اقتصادي ستونزې دا څرګندوي چې دې سيمې ته د اوږدمهاله اقتصادي تګلارې اړتيا ده.
د رسمي شمېرو له مخې د کورم ولسوالۍ نفوس شاوخوا ۶۱۹ زره ۵۵۳ تنه او مساحت يې ۳۳۸۰ مربع کيلومتره دی. په مرکزي کورم کې سده يو مهم سوداګريز مرکز او پاړه چنار د اداري او کرنيزو فعاليتونو مرکز دی، خو دغه سيمه لا هم نه ده توانېدلې چې خپل جغرافيايي ارزښت په اقتصادي پرمختګ بدل کړي.
د ورلډ بانک د راپور له مخې د کورم ۵۴ سلنه کورنۍ کرنيزه ځمکه لري، خو يوازې ۱۴ سلنه بزګران خپل محصولات بازارونو ته رسوي. غنم، جوار، وريجې، سابه، دالونه، الوچه او نورې مېوې د سيمې مهم کرنيز محصولات دي، خو بازارونو ته د نه لاسرسي له امله يې سوداګريز ارزښت په بشپړ ډول نه دی کارول شوی.
د لارو بندېدل، ناامني او د ترانسپورټ ستونزې د سيمې اقتصاد سخت اغېزمن کړی دی. بزګران خپل تازه محصولات پر وخت کوهاټ، پېښور او نورو ښارونو ته نه شي رسولای، او سوداګر، ټرانسپورټران او مزدوران هم له اقتصادي ستونزو سره مخ کېږي.
سره له دې چې په کورم کې د سکرو، صابن ډبرې او اوسپنې زېرمې شته، تر اوسه صنعتي اسټېټ نه دی جوړ شوی. همدارنګه د وړو برېښناکوټونو لپاره موجودې اوبه هم تر ډېره بې ګټې پاتې دي. د پروسس صنعتونو د نشتوالي له امله ډېری ځوانان د کار لپاره نورو سيمو ته کډه کوي.
د ښځو اقتصادي ګډون هم ډېر محدود دی. که لاسي صنايع، د خوړو پروسس، د چرګانو پالنه، مالداري او ډيجيټل کاروبارونو ته وده ورکړل شي، نو د کورنيو عايد به زيات او د ښځو اقتصادي ونډه به پياوړې شي.
د مرکزي کورم د اقتصادي ودې لپاره اړينه ده چې لارې تل پرانيستې وساتل شي، عصري کرنه، سړې خونې، د مېوو د درجه بندۍ او پروسس مرکزونه جوړ شي، صنعتي اسټېټ رامنځته شي، ځوانانو ته مسلکي زده کړې ورکړل شي او د ګرځندوی سکتور ته ځانګړې پاملرنه وشي.
مرکزي کورم حاصلخېزه ځمکه، طبيعي سرچينې، زيارکښ ولس او مهم جغرافيايي موقعيت لري. که حکومت بنسټيزو پروژو، پانګونې، بازارونو ته د لاسرسي او بشري سرچينو پراختيا ته لومړيتوب ورکړي، نو د کورم راتلونکی به له شخړو او انزوا څخه د سوداګرۍ، کرنې، صنعت او تلپاتې سوکالۍ پر لور واوړي.۔۔
