تازه خبرونه ۳۱ جولائی ۲۰۲۶

سعودي عرب: هوايي بریدونه د عراق د ولس او حکومت پر ضد نه وو

ریاض (وېب نیوز): د سعودي عرب یوه حکومتي چارواکي ویلي چې وروستي هوايي بریدونه د عراق د ولس یا حکومت پر ضد نه، بلکې په عراق کې د فعالو وسله والو ملیشو د پوځي وړتیاوو د له منځه وړلو لپاره ترسره شوي دي. د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي ویلي چې سعودي عرب له عراق سره د ورورولۍ او ښه اړیکو غوښتونکی دی، خو د دغو ملیشو فعالیتونه د سعودي امنیت او مهمو اقتصادي او نفتي تاسیساتو ته ګواښ ګرځېدلي وو. هغه زیاته کړه چې بریدونه یوازې د هغو پوځي زېرمو پر ضد وو چې ادعا کېږي د سعودي پر ضد بریدونو کې کارېدې. سعودي چارواکي وویل، دغه اقدام له اوږدې زغم وروسته ترسره شوی او دا وسله والې ډلې نه یوازې د عراق، بلکې د عربي او اسلامي هېوادونو ګډو ګټو او اړیکو ته هم زیان رسوي.