تازه خبرونه ۳۱ جولائی ۲۰۲۶

له مراکش څخه ۶۰ زره کډوال هسپانیې ته ننوتل، د امنیتي عملیاتو پر مهال ۵۷ تنه وژل شوي

مادرید (وېب نیوز): د مراکش له پولې څخه شاوخوا ۶۰ زره کډوال د سرحدي کټارو په ماتولو د هسپانیې سیوټه (سبته) سیمې ته داخل شوي، چې له امله یې سخت سرحدي بحران رامنځته شوی دی. د هسپانیې چارواکو ویلي، د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۵۷ کسان وژل شوي او د وضعیت د کنټرول لپاره پوځ هم سیمې ته استول کېږي. د هسپانیې لومړي وزیر پېدرو سانچیز وویل، د انسان قاچاقبرو د محکمې له پرېکړې ناسمه ګټه پورته کړې او خلک یې د غیر قانوني پولې اوښتو ته هڅولي، چې دا د هېواد د حاکمیت خلاف عمل دی. نوموړي زیاته کړه چې سیوټې ته داخل شوي کډوال بېرته مراکش ته د ستنولو بهیر پیل شوی او د مراکش حکومت هم په دې برخه کې همکاري کوي.