تازه خبرونه ۳۱ جولائی ۲۰۲۶

وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی زیارت ته ورسېد، د ټولو ګوندونو په بلنه شټرډاون او د تورې ورځې لمانځنه

زیارت(ویب ډیسک)د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی زیارت ته ورسېد، چې د هغه د سفر په مناسبت د ټولو ګوندونو په بلنه شټرډاون هړتال او د تورې ورځې لمانځنه وشوه. د هړتال له امله د زیارت ټول سوداګریز مرکزونه تړلي وو، او د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشرانو او فعالانو په لاسونو تورې پټۍ تړلې وې. مظاهره کوونکو د ترهګرۍ پر ضد شعارونه ورکول، او په سیمه کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو.