واشنګټن (ویب نیوز): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې پر ایران به نور هم سخت بریدونه ترسره کړي او داسې وخت به راشي چې ایران به خپله ووایي چې نور یې د زغملو توان نه شته. ټرمپ ادعا کړې چې د امریکا په بریدونو کې ایران ته سخت زیان رسېدلی او امریکا به هېڅکله ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړي. د امریکا ولسمشر د کابینې غونډې او رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چې د ایران پر ضد به پوځي فشار دوام ولري څو تهران بېرته د خبرو میز ته راشي. هغه زیاته کړه چې د امریکا او اسرائیلو ګډ عملیات بریالي روان دي او د ایران سمندري، هوايي او دفاعي سیستمونو ته زیان رسېدلی دی. ټرمپ د غزې د وضعیت په اړه وویل چې د حماس د بې وسلې کولو په اړه د امریکا او اسرائیلو ترمنځ تفاهم شته، خو د دې پلان په ځینو برخو کې اختلافات هم موجود دي. نوموړي وویل چې د منځني ختیځ د سولې لپاره دا یو مهم پرمختګ کېدای شي.
