کوټه (ویب نیوز)د علامه اقبال اوپن پوهنتون د قلات سیمهییز دفتر د خان میر احمدیار خان پریس کلب کې د خبریالانو لپاره معلوماتي سیمینار جوړ کړ. د قلات ریجن مشر حمل بلوچ وویل چې پوهنتون په ځانګړي ډول د بلوچستان په لرې پرتو سیمو کې د کور څخه د باکیفیته زدهکړو زمینه برابروي. هغه زیاته کړه چې د میټرک، انټر، اسوسیېټ ډګري، بي اېډ، بي اېس او بېلابېلو سندي کورسونو لپاره د نوو داخلو لړۍ روانه ده او د بېوزلو زدهکوونکو لپاره د بورسونو او د فیسونو د تخفیف اسانتیاوې هم شته. نوموړي له رسنیو وغوښتل چې د داخلو د کمپاین په پراخولو کې خپل مثبت رول ولوبوي.
