کوټه ( سید سردار محمد خوندئی )
د بلوچستان د کوټې ولسوالۍ د سورینج په سیمه کې د ډبرو سکرو په کان کې د یوې پیښې له امله د بند پاتې شویو کان کیندونکو له ډلې څخه د ټولو ۳۵ جسدونه را ایستل شوي دي.
په کان کې پیښه ډیره شدیده وه
چارواکي وايي چې پیښه د کوټې ولسوالۍ د سورینج په سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې رامنځته شوې وه.
یو لوړ پوړي حکومتي چارواکي وویل چې د کان له مالکینو سره یې خبرې کړې دي، چا چې ورته ویلي چې په کان کې له ۳۵ څخه زیات کان کیندونکي موجود وو. دغه جسدونه په سمدستي توګه ایستل شوي او خپلو سیمو ته لیږدول شوي دي.
حکومتي چارواکي د چاودنې د شدت او د ژغورنې د عصري اسانتیاوو د نشتوالي له امله د مړو د شمیر د زیاتیدو امکان رد نه کړ.
سورینج د بلوچستان د مرکز کوټې څخه ختیځ لوري ته شاوخوا ۴۰ کیلومتره لیرې پروت دی. دا یوه غرنۍ سیمه ده چیرې چې د ډبرو سکرو ډیر کانونه شتون لري.
په سورینج او د هغې په شاوخوا سیمو کې په تیرو وختونو کې هم د ډبرو سکرو په کانونو کې پیښې رامنځته شوې دي.
د نورو عصري صنعتونو د نشتوالي له امله د ډبرو سکرو کیندل په بلوچستان کې یو لوی صنعت دی. د ډبرو سکرو کانونه زیاتره د کوټې، کچي، هرنايي او دکي په ولسوالیو کې دي، چې په زرګونو کان کیندونکي یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د روزګار وسیله ګڼي.
