زیارت (سید سردار محمد خوندئی)
د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي ویلي دي چې شهیدان د قوم ویاړ، د ریاست قوت او زموږ د سر تاج دي، د وطن د امن، سلامتیا او ثبات لپاره د ځانونو نذرانه ورکونکو اتلو ځوانانو قربانۍ به تل یاد ساتل کیږي. حکومت به د شهیدانو کورنۍ هېڅکله یوازې پرېنږدي او د هغوی هر ډول کفالت د ریاست ذمه واري ده.
هغه دغه څرګندونې په زیارت کې د شهیدانو کورنیو ته د مرستې چیکونو وېشلو دستورې ته د وینا پر مهال وکړې. په دستوره کې صوبایي وزیر نور محمد دمړ، د بلوچستان د پولیسو انسپکټر جنرل محمد طاهر خان، نورو لوړو چارواکو، د شهیدانو کورنیو او سیمه ایزو مشرانو ګډون کړی وو. اعلی وزیر تر دستورې وړاندې د شهیدانو له کورنیو سره ولیدل، خواخوږي یې ورسره وکړه او ډاډ یې ورکړ چې په غم کې ورسره شریک دی.
اعلی وزیر وویل چې زیارت تل د خوشحالیو خاوره پاتې شوې ده، خو وروستۍ پېښې ټول صوبه غمجنه کړې ده. هغه وویل شهیدان ژوندي دي، الله تعالی په قرآن مجید کې د شهیدانو لوی مقام په څرګند ډول بیان کړی دی، همدا باور موږ ته د صبر، حوصلې او قربانۍ درس راکوي. هغه د شهیدانو د درجاتو د لوړوالي، د کورنیو لپاره د جمیل صبر او د وطن د امن او ثبات لپاره دعا هم وکړه.
میر سرفراز بګټي وویل چې ترهګرو نه یوازې بې ګناه ځانونه واخیستل بلکې لسګونه کورنۍ یې په غم اخته کړې، خو د هغوی ناپاکې موخې به هېڅکله بریالۍ نه شي. هغه وویل چې ترهګري نه له اسلام سره اړه لري او نه د بلوڅو او پښتنو له روایاتو سره. د بې ګناه وګړو، ښځو، ماشومانو او مسافرو په نښه کول د انسانیت او اسلامي لارښوونو خلاف دي.
اعلی وزیر وویل چې د بلوچستان پولیس، فرنټیر کور، پاک پوځ او نورې قانون پلي کوونکې ادارې هره ورځ خپل ځانونه قربانوي او ټول قوم د هغوی د قربانیو پوروری دی. هغه پر خلکو ټینګار وکړ چې د ترهګرو عناصرو او د ریاست ضد پروپاګند برخه جوړېدو پر ځای دې د ریاستی ادارو تر څنګ ودرېږي او د دښمن ناوړه موخې ناکامې کړي.
هغه وویل چې د زیارت پېښې د شفافو پلټنو لپاره دمخه د لوړې کچې پلټنیزه کمیټه جوړه شوې چې پکې دیانتداره او تجربه لرونکي افسران شامل دي. که د کوم افسر یا کارکوونکي غفلت یا بې غوري ثابته شوه نو پر ضد به یې بې له توپیره کاروایي کیږي. هغه روښانه کړه چې حکومت به هېڅ مسؤل کس ونه بښي او انصاف به په هر صورت کې یقیني کیږي.
اعلی وزیر وویل چې د شهیدانو د کورنیو پالنه د حکومت لومړیتوب دی. هغه اعلان وکړ چې د شهیدانو د ماشومانو د ۱۶ کلونو زده کړو ټول لګښتونه به حکومت ورکوي او هغوی ته به د هېواد په غوره تعلیمي ادارو کې د زده کړو فرصتونه ورکول کیږي څو ډاکټر، انجنیر، وکیل، پیلوټ یا په خپله خوښه په هره برخه کې مخکې لاړ شي. هغه وویل چې د شهیدانو کورنیو ته به بشپړې طبي اسانتیاوې ورکول کیږي، د هر شهید له کورنۍ څخه به یو تن ته سرکاري دنده ورکول کیږي پداسې حال کې چې د شهیدانو کورنیو ته به ټولې قانوني او انتظامي اسانتیاوې ورکول کیږي څو له کومې ستونزې سره مخ نه شي.
میر سرفراز بګټي وویل چې حکومت د شهیدانو کورنیو لپاره د هرې کورنۍ لپاره یو کروړ لس لکه روپۍ معاوضه منظوره کړې ده. هغه وویل چې د ادایګۍ لپاره ټولې پیسې جاري شوي او د قانوني غوښتنو، په شمول د جانشینۍ سند، تر بشپړېدو وروسته به پیسې اړوندو وارثانو ته ولېږدول شي.
اعلی وزیر وویل چې د هغه حیثیت یوازې د اعلی وزیر نه دی بلکې د یو بلوڅ ورور هم دی او هغه به تل د شهیدانو له کورنیو سره ودرېږي. هغه وویل چې د اعلی وزیر هاؤس په شمول د هغه دروازې تل د شهیدانو د کورنیو لپاره خلاصې دي او د هغوی د ستونزو د حل لپاره به هر ممکنه ګام پورته کیږي.
هغه وویل چې د پاکستان سلامتي، قومي یووالی او د ریاستی ادارو ثبات زموږ ټولو ګډ مسؤلیت دی. دښمن قوتونه غواړي ګډوډي او نفرت خپور کړي خو ټول قوم به په یووالي سره دا سازشونه ناکام کړي. د بلوچستان اعلی وزیر د شهیدانو د درجاتو د لوړوالي، د ټپیانو د ژر روغېدو، د کورنیو لپاره د جمیل صبر او د پاکستان د سلامتیا، امن او پرمختګ لپاره ځانګړې دعا وکړه او دا هوډ یې تکرار کړ چې حکومت به د ترهګرۍ د بشپړ خاتمې او د شهیدانو د کورنیو د بشپړ ملاتړ لپاره هر ممکنه ګام ته دوام ورکوي.



